د ) A) برخه: د زراعت عمومی ماشين ا لات دريم لوست:د ټکنالوجي د پرمختګ د اغيزو پيژندنه د زراعتي ميخاينکونو په ډګر کي دزده کوونکو روزنيزي موخي: ددي لوست په پايله کي به زده کوونکي لاندي موخي او هدفونه ترلاسه کړی: په زراعتی ډګر کی د لومړنی ټکنالوجی پرمختګ او پراختيا. د داخلی احتراق ) سوځيدنی) انجن ارزښت په کرکيله يا کرهنه کی. د زراعتی جوړښتونو او کرهنيزه بريښنا رسولو په ډيزاين کی د پرمختيا په اړه بحث او مناقشه. زده کوونکی بايد وکولای شی چی د دقيقی کرهنی farming) (precision او ) cop site specific (management مفاهيم او مفکوری بيان کړی..1.2.3.4 د لوست لپاره په پام کی نيول شوی وخت: 1 ساعت ددی درسی پلان لپاره کمپيوټري پاورپاينټ پروګرام هم چمتو شوی دی. د سرچينو سپارښتنه : لاندي سرچيني ددی لوست د تدريس لپاره ګټوري دی. Johnson, Donald M., et.al. Mechanical Technology in Agriculture. Danville, Illinois: Interstate Publishers, Inc., 1998. (Textbook, Chapter 1) Burke, Stanley R., and T.J. Wakeman. Modern Agricultural Mechanics. Danville, Illinois: Interstate Publishers, inc., 1992. (Textbook) Cooper, Elmer L. Agricultural Mechanics Fundamentals & Applications. Albany, New York: Delmar Publishers, 1997. (Textbook) Lee, Jasper S., and Diana L. Turner. AgriScience, Third Edition. Danville, Illinois: Interstate Publishers, Inc., 2003. (Textbook) Phipps, Lloyd J., et al. Introduction to Agricultural Mechanics, Second Edition. Upper Saddle River, New Jersey: Prentice Hall Interstate, 2004. (Textbook) د سامان ا لاتو وسايلو او اړينو تجهيزاتو لسټ: سپنی پاڼي د ليکلو لپاره پراجکټور شفاف سلايډونه پاور پاينټ سلايډونه د لابراټواری پاڼو کاپيګاني اصطلاحات: پدی لوست کی لاندی اصطلاحات بيانيږی: ) دغه اصطلاحات په ۲ ۳ ۴ ۵ شميره پاورپاينټ سلايډنو کی هم ذکر شوي دي ): Leonard Andrus لونارډ انډروس (نوم) J.I. Case 1
Combine د ريبلو او درمن ميده کولو ماشين Cradle scythe ديوه ځانګړ لور (داس) ډول John Deere جان ډيکر ) نوم) Design function د ډيزاين دنده (GIS) Geographic Information Systems جغرافياوي معلوماتي سيسټمونه (GPS) Globalپه Positioning Systems کروي توګه د موقعيت تثبيتولو سيسټمون Internalد combustion engine د اخلي احتراق انجن Landsat د سپوږمکيو له جملي څخه يوه سپوږمکي چي د ځمي د سطحي د منابعو په اړه معلومات راټولوي. Cyrus McCormick Mechanical reaper د ريبلو ميخانيکي ماشين Moldboard plow Charles Newbold Precision farming دقيقه کرهنه Remote sensing له لري واټن څخه د الوتونکي يا سپوږمکي په وسيله د ځمکي په اړه معلومات راټولول Scoured پاک Sickle يو ډول د ريبلو لور Site specific crop management (SSCM) Variable Rate Technology (VRT) د لوست لپاره په زړه پوری ميتود او کړنلاره: له زده کوونکو څخه پوښتنه وکړی چی په تيرو ۲۰۰ کالنو کی په عمومی توګه کوم اختراعات مينځ ته راغلی بيا په ځانګړی توګه ووياست چی په دغو اختراعاتو کی کوم يی په کرهنه پوری اړه لری دغه نومونه په تخته باندی لسټ کړی بحث د لوست د موخو په لوری توجيه کړي. د لوست لپاره په زړه پوری ميتود او کړنلاره: لومړی هدف: په زراعتی ډګر کی د لومړنی ټکنالوجی پرمختګ او پراختيا بيان کړي. د زده کوونکو له لوری وړاند وينه: او تاثير درلوده په ميخانيکی ټيکنالوجی کی لومړنيو پرمختګونو په زراعت باندی څه اغيزه ) ٦ ۷ ۱۰ ۹ ۸ شميره پاورپاينټ سلايډونه).I د کرهنی او زراعت لپاره د کافی اندازی ځمکی درلودل په عمومی توګه د ۱۸ پيړی په لومړيو کی کومه ستونځه نه بلل کيدله. په هغه وخت کی ستره ستونځه دکافی کارګر موجوديت و. يوه بزګر به دومره محصولات او توليدات ترلاسه کول چی د ځان او کورنۍ لپاره يی په مشکل سره بسيا او کفايت وکړی. ددی لپاره چی ښيرازوالی رامينځ ته شی بزګر اړ و چی خپله کاری وړتيا لوړه کړی. د ۱۹ پيړيو په لومړيو کی بزګر په دی وتوانيده چی خپل توليدات په لږ انسانی انرژی سره لوړ او ډير کړی. دغه لومړنيو ماشين ا لاتو له څارويو څخه ګټه اخستله او د بشری قوا ځای يی ونيو. وروسته په همدغه پيړی کی د داخلی احتراق انجنونو او د بخار انجنونو د څارويو ځای ونيو. د دوه ډوله ماشينونو بشپړتيا او پرمختګ ) د قلبی ماشين او د ريبلو ماشين) چی کولای شو دغه پرمختګ د نوی ټيکنالوجی د بيلګی په توګه ياد کړو دغو ماشينونو په زراعتی توليد کی ستر انقلاب او بدلون را مينځ ته کړ. 2
) ۱۱ ۱۳ ۱۲ او ۱٤ شميره پاورپاينټ سلايډونه) الف) قلبه د لومړی ځل لپاره په ۱۷۹۸ کال کی د چارلس نيوبولډ په وسيله اختراع شوه. د مولد بورډ plow) (moldboard په نوم قلبه هغه ماشين ده چی د خاوری د اړولو او چپه کولو لپاره کارول کيږی تر څو خاوره د کرهنی او بذر لپاره چمتو شی. دغی لومړنی قلبی يواځی يو سپاره درلوده چی له چودن څخه جوړه شوی وه. دغه قلبه له ډيرو ستونځو سره مخامخ شوه. ډيرو بزګرانو په هغه وخت کی دا سوچ کاوه چی چودن کولای شی خاوره ککړه کړی همدارنګه دغی قلبی نشو کولای چی ځمکه په ښه توګه ماته کړی. ډيرو خلکو دا هڅي وکړی تر څو ددغی قلبی ډيزاين سم او په زړه پوری کړی. په ۱۸۳۸ کال کی يوه پښ له نرمی اوسپنی څخه قلبه جوړه کړه ددغه شخص نوم جان ډيری و. د هغه قلبی په کلکو خاورو کی ښه پايله او نتيجه ورکړه ددغی قلبی ستری ځانګړتياوی دا وی چی پخپله يی پاکونه هم کوله جان ډيری له ليونرډانډرس سره لاس يو کړ او د اوسپنيزی قلبی په توليد يی پيل وکړ. ) ۱٥ ۱٦ ۲۰ ۱۹ ۱۸ ۱۷ او ۲۱ پاور پواينت سلايډونه) ب) د ټيکنالوجی پرمختګ د ريبلو وسايلو ته د قلبی په پرتله ډيره پاملرنه وکړه. تر ۱۸ پيړی پوری د ريبلو لپاره دوديزه وسايل دوه ډوله لورونه يا داس ) cradle sickle and the (scythes دغه يو ډول لور (sickle) دغه ډول لور اوسپيزه تيره او منحنی تيغه او لاستی (دسته) لری پداسی حال کی چی scythes) (cradle داسی يوه لاسی وسيله ده چی منحنی تيغه او اوږ لاستی (دسته) لری. د ريبلو ميخانيکی ماشين reaper) (The mechanical د ۱۸۳۰ تر لسيزه پوری نه و اختراع شوی. د ريبلو ماشين د ۱۹ پيړی له سترو اختراعاتو څخه شميرل کيږی. د ريبلو ميخانيکی ماشين داسی يو ماشين و چی نباتات ريبل او ټولول. دغه ماشين وکولای شو چی د وخت او کارګر کميت نيمايی ته راټيټ کړی. د ريبلو لومړنی ماشين چی د ا س په وسيله يی کار کاوه د (سارس ميک کارميک) په وسيله اختراع شو. د ۱۸۵۰ په لسيزه کی د (جى ايى کيس) په نوم شخص د کمباين ماشين په توليد او خرڅلاو پيل وکړ. دغه ماشين ريبل ميده کول بادول واښه او پړوړه سره جلا کوی دغه ماشين د وخت او کارګر اندازه راټيټه کړه او دمحصولاتو ضايع کيدنه يی د راټولولو په وخت کی په پراخه توګه را کمه کړه. د تير لوست د معلوماتو په اساس چی د تاريخ په اړه ګټه واخلی. له TM:3-1) و (TM:3-2 درسی توکو څخه د هغه کارګرانو او توکو په اړه استفاده وکړی چی د غنمو او جوارو د کرلو لپاره ورته اړتيا ده. دوهم هدف: د داخلی احتراق ) سوځيدنی) انجن ارزښت په کرکيله يا کرهنه کی. د زده کوونکو له لوری وړاند وينه: داخی احتراق انجن په زراعت کی څه اهميت او ارزښت لری ) ۲۲ ۲۳ ۲٤ ۲٥ ۲٦ او ۲۷ پاور پواينت سلايډونه) د ۱۹ پيړی په وروستيو کی داسی يو ټراکټور اختراع شو چی دداخلی احتراق انجن په وسيله يی فعاليت ترسره کاوه. داخالی احتراق انجن engine) (internal combustion د سونګ د موادو کيمياوی انرژی په حرارتی انرژی بدلوی چی بيا وروسته په ميخانيکی انرژی باندی بدليږی. لومړنی ټراکټورونه يواځی ساده انجنونه و چی په اوسپنيزه ټايرلرونکی فريم (چوکاټ) باندی نټ او بولټ کيدل. دغه ټراکټورنه ډير ژر د بزګرانو لپاره د ستر طاقت په توګه بدل شول. دغو ټراکټورونو لاريانو ماشين ا لاتو او موټرانو چی په داخلی احتراق انجن سره کار ترسره کاوه په زراعت او کرهنه کی ستر او لوی انقلاب رامينځ ته کړ. نن ورځ تقريبا د کرهنی او زراعت په هر اړخ کی له داخلی احتراق انجن څخه په يو ډول نه يو ډول ګټه اخستل کيږی. د داخلی احتراق انجن د برياليتوب رمز پدی کی و چی دغه انجن د اعتماد وړ کافی او ګرځنده د انرژی سرچينه ده..II 3
ددی لپاره چی زده کوونکی پوه شی چی داخلی احتراق انجنونو په تيرو وختونو کی څرنګه بدلون موندلی نو له (TM:3-3) درسی توکو څخه ګټه واخلی نور اختراعات له هغو زمانو سره وتړی چی په جدول کی ښودل شويدی. دريم هدف: د زراعتی جوړښتونو او کرهنيزه بريښنا رسولو په ډيزاين کی د پرمختيا په اړه بحث او مناقشه. د زده کوونکو له لوری وړاند وينه: هغه ځينی پرمختګونه کوم دی چی په زراعتی ډيزاينونو او جوړښتونو او مزرعو ته په بريښنا رسولو کی را مينځ ته شويدی ) ۲۸ ۲۹ او ۳۰ پاور پواينت سلايډونه) د مزرعی جوړښتونه په لومړيو وختونو کی يواځی د يوی موخی او هدف لپاره کارول کيدل. دغه جوړښتونه به يواځی د څارويو او د زراعتی سامان ا لاتو لپاره جوړيدل هغه هم د هغو موادو څخه جوړيل چی په محلی توګه به موجود و. ټول جوړښتونه به په عين او ورته ډيزاين باندی و. همدارنګه بزګرانو نشو کولای د جوړښتونو داخلی چاپيريال کنټرول کړی. د نن ورځی جوړښتونه د هغی زمانی له جوړښتونو څخه ډير توپيرونه لری..II ) ۳۱ ۳۳ ۳۲ پاور پواينت سلايډونه) الف) مډرونه او پرمختللی جوړښتونه په ننی زمانه کی د ځانګړو موخو لپاره رامينځ ته کيږی. ډير په ندرت سره داسی پيښيږی چی جوړښتونه د ډيرو موخو لپاره جوړ او احداث شی. اوس کله چی يوه جوړښت يا تعمير ډيزانيږی نو لومړی توليدونکی د ډيزاين دنده او موخه په ګوته کوی. د ډيزاين دنده او وظيفه function) (design دا ده چی تعمير يا جوړښت موخه په ګوته او تشخيص کوی. په اوسنيو تعميراتو او جوړښتونو کی داخلی چاپيريال کنټروليدای شی. دغه کار توليدونکی ته دا فرصت په لاس ورکوی تر څو پر هغه اجناسو او شيانو ډير کنټرول ولری کوم چی غواړی خرڅ يی کړی. ) ۳٤ او ۳٥ پاور پواينت سلايډونه) ب) بريښنا د داخلی احتراق انجن په اندازه او حتی تر هغه څخه ډيره اغيزه په کرهنه او زراعت باندی لری. د بريښنا طاقت د ډير کارګرانو ځای نيولی دی. سره ددی چی له برق څخه پدی وروستيو کی په زراعت کی ګټه اخستل شوی ولی د بريښنايی ټيکنالوجی پرمختيا ډيره په چټکی سره وه. پدی اړه بحث او خبری وکړی چی د حيوانی توليد production) (livestock لپاره جوړښتونه او نباتی توليد production) (crop لپاره جوړښتونه څه توپيرونه لری. پدی اړه هم بحث وکړی چی له بريښنا څخه په کرهنه او کرهنيزه تعميراتو کی څرنګه ګټه اخستل کيږی. څلورم هدف: زده کوونکی بايد وکولای شی چی د دقيقی کرهنی farming) (precision او د ځانګړی او مشخص ځای نبات اداره management) (site specific crop مفاهيم او مفکوری بيان کړی. د زده کوونکو له لوری وړاند وينه: دقيه کرهنه او د مشخص ځای نبات اداره څه شی دی ) ۳٦ ۳۷ او ۳۸ پاور پواينت سلايډونه) 4
(SSCM)) (Site Specific Crop Management د ځانګړی او مشخص ځای نبات اداره: پدغه اداره کی له ټيکنالوجی څخه ګټه اخستل کيږی تر څو په مناسبه او سمه اندازه د توليد عوامل (inputs) ځانګړی ځای ته په موثره او اغيزناکه توګه ورسول تر څو اقتصادی نبات توليد شی. په زراعتی ميخانيکو کی پرمختګ ددی لامل شوی تر څو دغه عمليات په عمل کی پياده شی. په دی اړه ډيری داسی برخی شه چی په ګډه سره توليدونکی ته لار برابروی تر څو له (SSCM) څخه ګټه واخلی. هغه برخی عبارت دی له:.IV ) ۳۹ ٤۰ ٤۱ ٤۲ او ٤۳ پاور پواينت سلايډونه) الف) دقيقه کرهنه farming) (Precision : دقيقه کرهنه عبارت له هغی کرهنی څخه ده چی د کرکيلی له ځانګړو کړنو څخه ګټه اخستل کيږی تر څو د ځمکی د اړتياو په پوره کولو سره د حاصلاتو اندازه شی. ددغه سيسټم د يوی برخی په توګه د هغو معلوماتو پر اساس چی د حاصل اخستلو د خاوری د ازموينی او د سټلايټی (سپوږمکيو) سيسټمونو په نتيجه کی لاس ته راغلی دی پټي يا مزرعي په کوچينو برخو باندی ويشل کيږی. دغه معلومات وروسته ددی لپاره چی د ځمکی هره برخه کوم زراعتی عواملو ته اړتيا لری کارول کيږی. د دقيقی کرهنی ستره موخه دا ده چی تر څو تخم پارو (سره) او کيمياوی داروګان يواځی په هغه ځای د اړتيا په مطابق استعمال شی. داسی ويل کيږی چی دقيقه کرهنه په فوټ سره ده نه د مزرعی په اساس. ) ٤٤ ٤٥ او ٤٦ پاور پواينت سلايډونه) sensing) (Remote له لری واټن معلومونکی ا له : دا هغه ا له ده چی معلومات او ارقام له لری واټن څخه راټولوی. دغه ا لات له ځمکی څخه د ۸۰۰ کيلو ميټره په واټن لری په سپوږمکيو (satellites) کی ځای لری. (Landsat) دا هغه اصطلاح ده چی د امريکی د متحده ايالاتو د سپوږمکيو سيسټم توضيح کوی. دغه سيسټم د ځمکی او د ځمکی د سرچينو په اړه انځورونه ټولوی. له دغو انځورونو څخه د نقشو په جوړولو د هوا د حالتو په وړاند ويلو د ځمکی د منابعو د نباتاتو د ناروغيو په تشخيص او د چاپيريال په ساتلو کی کارول کيږی. ب) ) ٤۷ ٤۸ ٤۹ ٥۰ ٥۱ او ٥۲ پاور پواينت سلايډونه) ت) د جغرافياوی معلوماتو سيسټم (GIS)) (Geographic Information System دغه سيسټم مزرعه په شبکو باندی ويشی بيا وروسته ددی لپاره چی د هر برخی يا شبکی فزيکی ځانګړتياوی په ګوته شی د هغو نقشی ايستل کيږی چی له دغو نقشو څخه د ځمکی د ښيرازوالی کيمياوی داروګانو زيم ايستی د اوبو ساتلو وړتيا ) holding water (capacity او د تير کال د حاصلاتو د ارقامو معلومولو لپاره کار اخستل کيږی چی وروسته بيا د همدی معلوماتو پر اساس توليدونکی پريکړه کوی چی څومره سره (کود) داروګان او زراعتی عوامل په راتلونکی کال کی استعمال کړی. هغه سټلايټی سيسټمونه چی دا ډول معلومات او ارقام ټولوی د (GPS)) (Global Positioning System په نوم ياديږی دغه سيسټم په لومړيو کی يواځی د نظامی او دفاعی موخو لپاره کارول کيده. ددغه سيسټم تر شا تصور دا دی چی دا د سټلايټ ) سپوږمکی) رينج يا مثلث دی (ځکه پدغه سيسټم کی له سپوږمکی ا خذی او کمپيوټر څخه کار اخستل کيږی) د ځمکی پر مخ موقعيتونه داسی په ګوته کيږی چی په خلا کی سټلايټونه له لری واټن څخه دغه واټن تعينوی. ) ٥۳ او ٥٤ پاور پواينت سلايډونه) 5
ث) د اندازی متحوله ټيکنالوجی (VRT) (Variable Rate Technology : هغه معلومات چی د GPS په وسيله راټوليږی نو د هغو په رڼا کی بزګر يا توليدکونکی کولای شی زراعتی عواملو ته تحول او تغير ورکړی. دغی وړتيا ته ) Rate Variable (Technology. VRT ويل کيږی. دغه سيسټم کولای شی حتی په داسی حال کی چی وسيله يا ماشين په ځمکه کی متحرکه وی د زراعتی عواملو مناسبه اندازه کنټرول او تغير ورکړی. له دغه سيسټم څخه ګټه اخستنه پدی معنی ده چی مونږ له ) crop site specific (management systems څخه په پوره توګه ګټه اخلو. له زده کوونکو څخه پوښتنه وکړی چی کومه بله عادی ټيکنالوجی موجوده ده له GPS څخه هر ورځ څرنګه استفاده کوو. ددغی زراعتی او غير زراعتی اغيزی او تاثيرات کوم دی. بياکتنه او لنډيز: ددي لپاره چي دلوست لنډيز او بيا کتنه ترسره شي د زده کوونکو له روزنيزو موخو او هدفونو څخه استفاده وکړي. له زده کوونکو څخه غوښتنه وکړي تر څو په هره موخه پوري اړوند محتويات تشريحکړي. د زده کوونکو ځوابوه او څرګندوني به دا په ګوته کړي چي کوم هدف او موخه د بيا کتني لپاره اړتيا لري يا هم له بل تدريسي ميتود څخه استفاده وشي. له خپلو مشاهداتو او کتنو څخه د هغو ځايونو په نښه کولو کي استفاده وکړي کوم چي د زده کوونکو د مهارتونو د سمون او ښه والي لپاره ورته اړتيا ښکاری. ځيني پوښتني په (۵۵ او ۵۶ شميره پاورپاينټ سلايډونو کي هم شته چي پدي اړه مرسته کولاي شي). د کارولو وړتيا: پدی اړه کيدای شی لاندی فعاليتونه او کړنی ترسره شی: د کيمياوی توکو (سری) د يوه پلورنځی څخه يو نفر ته بلنه ورکړی چی ستاسو ټولګی ته راشی او د (SSCM) په اړه تاسو خپل تجربه او معلومات ګډ کړی. که چيری GPS موجود وی نو ښه خبره دا ده چی زده کوونکو ته وخت ورکړی تر څو د خپلی ښونځی نقشه وباسی. ارزونه : ارزونه پر هغو لاس ته راوړلو متمرکزه کړی چی د زده کوونکو ددی لوست په روزنيزو موخو کی ذکر شوی دی. پوښتنی کيدای شی د شفاهی ازموينی په بڼه د کار پايلی د زده کوونکو ګډون او سهم په تولګی کی د لابراتوار دندی او تحريری ازموينه په رڼا کی معلومولای شی. بيلګيزه ازموينه ددی سند ضميمه ده بيلګيزه ازموينی ته ځوابونه لومړی برخه: برابرول (مطابقت ورکول) G F A E D C B H.1.2.3.4.5.6.7.8 دوهمه برخه: پوره کول تراکتورها ۱. Landsat.۲ حيوان ۳. 6
٤. پخپله پاکوونکی دريمه برخه : لنډ ځواب دغه ا له د اعتماد وړ سرچينی کافی او ګرځنده انرژی چمتو کوی. farming) (Precision (دقيقه کرهنه) sensing) (Remote ) له لری معلومات راټولونکی ا له) ) systems ( Geographic information (د جغرافياوی معلوماتو سيسټم) technology) (Variable rate (د اندازی بدلونکی ټيکنالوجی) 7
بيلګيزه ازموينه نوم: ازموينه د ټکنالوجي د پرمختګ د اغيزو پيژندنه د زراعتي ميخاينکونو په ډګر کي لومړی برخه: مطابقت ورکول لارښوونی : لاندی اصطلاح له صحيح ځواب سره برابره کړي. ټکی يا حرف د تعريف په اساس باندی وليکي الف) ب) ت) ث) چارلس نيوبولد ليونارد اندرس cradle scythe داخلی احتراق انجن ج) ح) خ) د) د ديزاي ين دنده دقيقه کرهنه له لری څخه معلومات راټولوونکی هغه ټيکنالوجی چی اندازی ته بدلون ورکوی ۱. له لری واټن څخه معلومات او ارقام راټولوی او هغه ثبتوی. ۲. د کرکيلی له ځانګړو کړنو څخه ګټه اخستل کيږی تر څو د ځمکی د اړتيا په نظر کی نيولو سره د حاصل اندازه لوړوی. دغه شخص د قلبی د اختراق لومړی مستحق شخص دی. ۳. د تعمير يا جوړښت د جوړيدو موخه او هدف. ٤. ٥. د سونګ څخه لاس ته راغلی کيمياوی انرژی په حرارتی انرژی باندی اړوی چی بيا وروسته په ميخانيکی انرژی باندی بدليږی. ٦. يوه لاسی ا له ده چی منحنی تيغه او اوږد لاستی لری. سره د اوسپنيزی قلبی د توليد او خرڅلاو لپاره شريک شو. ليونرد اندرس ۷. له دغه سيسټم کولای شی حتی په داسی حال کی چی وسيله يا ماشين په ځمکه متحرکه وی د زراعتی ۸. عواملو مناسبه اندازه کنټرول او تغير ورکړی. لاندی خالی ځايونه په مناسبو کلمو ډک کړي ۱.لومړنی يو ساده انجن درلوده چی په ټاير لرونکی فريم (چوکاټ) باندی نټ او بولټ شوی و ۲. دا هغه اصطلاح ده چی د امريکی د متحده ايالاتو د سپوږمکيو سيسټم توضيح کوی. دغه سيسټم د ځمکی او د ځمکی د سرچينو په اړه انځورونه ټولوی. ۳. لومړنيو ماشينونو د بشری قوی پر ځای د ---------------- څخه کار واخست. ٤. د جان ډيری د قلبی له سترو ځانګړتياو څخه يوه وه لنډ ځواب : لاندی پوښتنو ته ځواب برابر کړی. ۱. د داخلی احتراق انحن د برياليتوب ستر عامل او فکټور څخه شی و 8
د system) (site specific crop management عمده او مهمی برخی کومی دی هغه لسټ کړي..۲ 9
TM: 3-1 د غنمو دتوليد لپاره کاری اړتياوی د يوه ځانګړی وخت د توليد سيسټم پوری اړوند. نيټه سړی ساعتونه پر يوه هکټار کی سړی ساعت پر يوه بوشل اوسط حاصل بوشل پر يوه هکټار د توليد سيسټم لاسی قلبه د غاښور برس په لاس باندی د تخم شيندنه او درمن ميده کول لويه قلبه تخم شيندونکی غاښور کمباين واګونونه او ا سان. ستره دری اسکنه قلبه ټراکټور دوه پشته يی دری ميټره سپاره ماله کمباين ۳ ۷ ميټره او لاريانی. ټراکټور يوه طرفه ۳ ۷ ميټره تخم پاش ۴ ۳ ميټره متحرکه کمباين لاريانی. څلور ټايره ټراکټور( کمک لرونکی) د اړولو ماشين او د هرزی ايستلو ماشين ۱۵ ميټره تخم شيندونکی ۱۱ ميټره متحرکه کمباين ۷ ۳ ميټره او لاريانی. 20 2.5-3 50-60 1830 20 0.4-0.5 80-10 1895 20 0.15-0.2 3-4 1932 30 0.05 1.5 1968 35 0.007 0.25 1990 10
TM: 3-2 نيټه د جوار دتوليد لپاره کاری اړتياوی د يوه ځانګړی وخت د توليد سيسټم پوری اړوند. اوسط حاصل سړی ساعتونه پر سړی ساعت د توليد سيسټم بوشل پر يوه يوه هکټار کی پر يوه بوشل هکټار په بيل سره کرهنه او کښت په لاس سره د تخم شيندنه راټولولو په لاس سره لاسی قلبه تخم پاش د بذر دوه قطاره ماشين د لاس په وسيله راټولول لاسی دری اسکنه يی قلبه سپاره دوه پشته ۲ ميټره ماله چی څلور برخی لری تخم شيندونکی ۲ قطاره دهرزه شکونی ماشين او د کمباين ماشين ۵ سپاره اسکنه قلبه سپاره دوه پشته ۴ ۶ ميټره د تخم شيندنی ماشين هرزه کنی ۸ کتاره ماشين بذر کوونکی ۸ کتاره کمباين ماشين ۴ کتاره. ۴ څلور څرخه ټراکټور ۱۰ اسکنه قلبه سپاره دوه پشته يی ۷ ۳ ميټره بذر کوونکی ۱۶ کتاره کمباين او د جوارو ميده کولو ماشين ۸ کتاره 20 3-3.5 60-70 1750 40 0.35-0.4 14-16 1894 40 0.15-0.2 6-8 1932 80 0.0125-0.025 1-2 1965 100 0.005-0.01 0.5-1 1990 د امريکی په متحده ايالاتو که د داخلی احتراق انجن له ټراکټورنو او لاريانو څخه کار اختسنه په کال ۱۹۸۸-۱۹۱۰ TM: 3-3 لاريانی( په زرونو) هارس پاور ټراکټرونه نيټه (په ميليون) (په زرونو ( 0 Na 1 1910 139 10 246 1920 900 25 920 1930 1045 42 1567 1940 2207 93 3394 1950 2834 153 4688 1960 2984 203 4619 1970 3377 304 4780 1980 3437 Na 4609 1988 11